د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د یوه کور د چت لوېدو له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د کورنۍ درې نور غړي یې ټپيان شوي دي. د کاپيسا ولایتي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه پرون د تېرو څو ورځو پرلهپسې بارانونو له امله شوې ده. د چارواکو په خبره امنیتي ځواکونه او د بېړنیو حالاتو کمېټې له یادې کورنۍ سره د مرستې په موخه سیمې ته استول شوي او د دغې پېښې ټپیان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي.