د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۴۷ تنه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول. دغه وزارت ویلي، خوشې شوي کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي. یاد وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نیول شوي وو. خبرپاڼه زیاتوي، دغه کسان شاوخوا ۴۵ ورځې بندیان وو، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.