د بلخ ولایت د اقتصاد رياست مسوولین وایي، چې تېر کال د همکارو موسسو په مرسته، د څه باندې ۲۶۱ میلیونه ډالرو په ارزښت، ١۵٨ پراختیایي او رغنیزې پروژې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره، دغه پروژې د کرنې، پوهنې، روغتيا، پراختیا او په نورو بېلابېلو برخو کې تطبیق شوي، چې زرګونه خلکو ته په کې کاري فرصتونه او اسانتیاوې رامنځته شوي دي.