د اقتصاد وزارت خبر ورکړی، چې دغه وزارت د روان لمریز کال له پیل راهسیې ۱۲۹ کورنیو او ۵ بهرنیو موسسو ته تازه د فعالیت جوازونه صادر کړي دي. د یاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه موسسې خپلې پروژې د کرنې، ښوونې او روزنې، له طبیعي پېښو سره د مبارزې او د افغانستان نورو برخو کې تطبیق کوي. هغه زیاته کړه چې د دغو موسسو فعالیت لنډمهال کې هېواد کې د بېوزلۍ کچې راکمولو کې مهم رول لرلی شي. تر دې وړاندې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ویلي وو، افغانستان سره د امریکا مرستو ځنډېدو په پایله کې، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ بهرنیو موسسو فعالیتونه ځنډول شوي دي. د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې، دغه وزارت سره ۲زره او ۶۰۸ کورنۍ او بهرنۍ موسسې ثبت دي.