د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ارغستان او خاکرېز ولسوالیو کې د څارویو د پرازیتي ناروغیو د مخنیوي په موخه د چنجیو ضد درملو وېش کمپاین پیل شوی دی. سرچینې ویلي، چې د دې کمپاین پرمهال به ۲۰زره څاروي په ارغستان او پنځه زره، د خاکرېز ولسوالي کې واکسین شي. یاد کمپاین د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګروملتونو د مخدره موادو او جرمنو ضد سازمان (UNODC) په مالي ملاتړ، د هالند کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ امریت تر څارنې لاندې تطبیقېږي. د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل رسنیو ته ویلي، چې د درملو د وېش ترڅنګ به مالدارانو ته د دې درملو د سم استعمال طریقه ښودل کېږي. حقمل زیاتوي چې د دې کمپاین اساسي موخه د څارویو د داخلي پرازیتونو کنټرول، د مالدارۍ سکتور ته وده ورکول، د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو محصولاتو زیاتوالی او د چنجیو له امله رامنځتهکېدونکو ناروغیو مخنیوی دی.