د راپورونو له مخې د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په ترسره شویو وروستیو دریو امنیتي پیښو کې د ملکي وګړو او سرتیرو په ګډون لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو ښار کې د پوځ پر یوې اډې برید کې د پنځو پوځیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۴۲ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې پېښه کې ۱۶ وسله وال هم وژل شوي دي. په یوه بله پېښه کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په نال ښار کې یوې چاودنې درې کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو له دې وړاندې په بلوچستان کې د امنيتي پېښو پړه بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر غاړه اخيستې ده.