د کندهار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له بېوزلو او غریبانو سره د مرستي کولو ادارې له ۲۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. دغه اداره چې د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو سره سمه جوړه شوې، ګڼ شمېر کونډې، یتیمان، اړمنې او سوال کوونکي کورنۍ یې ثبت کړې، چې د یوې ځانګړي پروسې له لاري ورسره هره میاشت د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته کوي. د یادي مرستي په لړ کې پرون له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره د نغدي پيسو، اوړو، غوړیو او وریجو مرسته وشوه. ددې ادارې مسوولین وایي، چې له یادو کورنیو سره به په راتلونکې کې هم مرستي دوام ولري.