د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل_جلال اباد پر لویه لار د ترافيکي لوحو او نښو د بیا ترمیم چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه لوحې د ترافيکي پيښو د مخنيوي لپاره له درونټې څخه د لغمان اړوند سیمې پورې لګول شوې وې چې ځينې يې د بادونو او سېلابونو له امله ويجاړې شوې وې، چې اوس یې د ترميم چارې پيل شوې دي. د يادونې وړ ده چې ډېری وخت د کابل جلال اباد پر لويه لار د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ترافيکي پېښې رامنځته کيږي چې هېوادوالو ته په کې مالي او ځاني زيانونه اوړي, خو د یادو ترافیکي لوحو په ترمیم او مراعت کولو سره به یو څه د پېښو په شمېر کې کموالی راشي.