د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د مارچ د ۵مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ۱۴م ملي ولسي کانګرس په ۳مې کلنۍ غونډې کې د جيانګسو ولايت پلاوي په بحثونو کې ګډون کړی دی.
شي جين پينګ وويل، چې لوی اقتصادي ولايتونه دې د څوارلسم پنځه کلن پلان د موخو د بشپړولو په بهير کې مهم رول ولوبوي او له جيانګ سو لايت څخه يې غوښتي، چې د مهم رول د لوبولو لپاره خپله وړتيا وکاروي، د ټېکنالوژيکي او صنعتي نوښتونو د پيوستون، د ژورو اصلاحاتو او د لوړې کچې ورخلاصون د پياوړتيا او د دولتي پرمختګ د سترو ستراتيژيو د تطبيق په برخو کې دې مخکښ ځای ونيسي او د خلکو د ګډ هوسا او شتمن ژوند په هڅولو کې دې نمونوي رول ولوبوي.