د رېسپانسېبل سټېټ په نامه یوه امریکايي نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي د افغانستان د اوسني بحران ختمولو ته منطقي لار نه ده لټول شوې. د سرچینې په وینا نه د امریکایانو په حضور او نه هم په وتلو دلته روانه جګړه ختمېږي بلکې په نړیواله کچه دداسې لارو چارو پلټل په کار دي چې په افغانستان کې ټول ښکېل اړخونه سره یو ځای کړي. په مطلب کې راځي افغان جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده خو په دغه هېواد کې د ګڼو ډلو موجودیت دغه خبرې سختې کړې او دا تضمین هم نشته چې په دې سره دې روانه جګړه ختمه کړل شي. د سرچینې په خبره که همداسې غیر مسوولانه اقدامات کېږي او بهرني ځواکونه د اوضاع له کنټرول پرته له افغانستان وځي نو ګڼې ډلې به په افغانستان کې پر یو بل د ټوپک خولې واړوي.