د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۲ شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۹۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. سرچینې ویلي، چې یادې شبکې د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتله سیمه کې د (ایل.سي.ډي.ایس. اې) ادارې په مالي ملاتړ د ۳.۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. سرچینه زیاتوي، په یادو پروژو کې د ۱۲۰ او ۱۲ زره لېټرو په ظرفیت د اوبو زېرمې جوړول، د ۴.۸ کیلو متره په اوږدوالي د پايپ لاین غځول او د ۵۴۰ واټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا برابرول هم شامل دي.