په ایران کې د کرونا له امله د سختو شرایطو له رامنځ ته کېدو سره هممهاله امریکا پر دغه هېواد تازه بندیزونه وضع کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو په لړ کې یې تازه پر نهو نورو شرکتونو هم بندیزونه لګولي او د ایران د اټومي انرژۍ له فعالیتونو سره یې په تړاو درې کسه هم په تور لېست کې شامل کړي دي. مایک پمپیو وایي دغه شرکتونه په جنوبي افریقا او چین کې فعالیت کوي او د ایران د تېلو له صادراتو سره اړیکه لري. سره له دې چې حسن روحاني د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه، خو د امریکا تازه بندیزونه ښایي ایران نور هم زیانمن کړي. ځينو اروپايي هېوادونو هم تر دې وړاندې د بندیزونو د کمولو غوښتنه کړې وه، خو امریکا د تمې پر خلاف دغه بندیزونه ډېر کړل.