د بین الافغاني خبرو لپاره پر اصولو او کړنلاره بحث دویمې اونۍ ته غځېدلی دی او لا هم اختلافي مسایل نه دي حل شوي. که دا توافق وشي، ورپسې به دواړه اړخونه پر اجنډا بحث کوي. داسې ښکاریږي چې پر اصولو او کړنلاره بحث به ډېر وخت ونیسي او بیا به ورپسې پر اجنډا هم بحث لانجمن او اختلافي وي او دواړه اړخونه به ژر پایلې ته ونه رسیږي.
له شلو کلونو جګړې وروسته دا طبیعي ده چې اختلافات به وي، ځکه چې یو خو اوږده جګړه شوې او بل دواړه اړخونه له ارزښتي اړخه هم ډېر متفاوت دي، خو اصلي ستونزه په طبیعي اختلاف کې نه ده، بلکې د سولې په تړاو د دواړو اړخونو په فکر او ذهنیت کې ده. طالبان لا هم سولې ته د فتحې په سترګه ګوري او فکر کوي چې د امریکا له ماتې وروسته دوی حکومت هم په سوله ییزو خبرو ماتوي او خپلو ټولو یا لویې برخه موخو ته رسیږي. له همدې امله طالبان قربانۍ او یا له خپلو خبرو څخه تېرېدنې ته لږ او یا هم بیخي نه حاضریږي. له بله اړخه د سولې په تړاو د حکومت په دریځ او ذهنیت کې بنسټیتزه ستونزه ده. سره له دې چې د حکومت ستر بهرني ملاتړي د سولې په خبرو سره د طالبانو پر وړاندې خپله کمزوري منلې، خو حکومت لا هم دا واقعیت نه مني، نو ځکه نه یوازې دا چې له طالبانو سره په خبرو کې سرې کرښې کاږي، بلکې کله کله خو یې ذهنیت یو مخ دا وي چې سولې ته د طالبانو د تسلیمۍ په سترګه ګوري. د حکومت لپاره چې امریکا ترې په یو ډول لاس اخیستی او له مخالفینو سره یې سوله کړې ده، دغه ډول دریځ معقول نه ښکاري. اوس چې اصلي ستونزه په دریځونو او ذهنیت کې ده، نو د اختلاف لپاره مسایل او جزیات زیات دي. همدا اوس چې طالبان ټینګار کوي د خبرو بنسټ دې له امریکا سره شوې هوکړه وي او حکومت یې نه مني، دا خپله د سولې په تړاو په دریځ او ذهنیت کې ستونزه ده. د دې تر څنګ د دیني نصوصو د تفسیر او تعبیر په تړاو اختلاف د سولې په تړاو د دواړو لورو ذهنیت ته ور ګرځي.
په دغه ذهنیت چې دواړه اړخونه یې لري، سوله ناشونې کېږي، یا خو به یو لوری یو مخ له خپل دریځ څخه تېریږي او د تسلیمۍ حالت ته به ځي او یا به هم دواړه لوري څو ګامه مخ ته راځي او له ځینو مسایلو به تېرېږي، څو د خبرو پیل ته لاره هواره شي او بیا بریالۍ شي. اوس چې د سولې لپاره یو ښه چانس پیدا شوی دی، له امریکا سره هوکړه شوې ده، بهرني ځواکونه وځي، د سولې په تړاو په کور دننه او په نړیواله کچه هم حالت برابر دی او دواړه اړخونه د خبرو تر مېزه پورې هم تللي دي، نو په هېڅ ډول د دې چانس ضایع کول پکار نه دي. دواړه اړخونه باید واقعیتونه ومني، قربانۍ ته حاضر شي، انعطاف وښيي او د سولې لپاره لاره پرانیزي. خلک تمه لري چې پر اصولو، کړنلاره او اجنډا ژر توافق وشي؛ د سولې خبرې ژر پیل شي او دوی یې ژر محسوسه مثبته پایله وویني.