د پکتیا امنیتي مسوولین وایي، تېره شپه ناوخته د ګردېز – خوست پر لار د ګردېز اړوند بنوزیو سیمه کې د یو بار وړونکي او سپرلۍ موټر ترمنځ د ټکر له امله د یوې ښځې په ګډون درې تنه مړه شوي دي. د پکتیا د امنیې قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ وایي، دغه پېښه کې دواړه موټر چلوونکي ژوبل شوي دي.