د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بهرنیو هېوادونو ته د غوښې د صادراتو په اړه مشورتي غونډه کړې. د کرنې وزارت د خبر له مخې دې کتنه کې د کرنې وزیر ویلي، څه باندې ۸۰ سلنه افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د غوښې صادارت ګټور تمامېدای شي، خو چې د څارویو نسل ته زیان ونه رسېږي. عمري ویلي، لومړی باید د څارویو د تولید او پالنې پر زیاتوالي تمرکز وشي او له هغه وروسته د لوړ کیفیت صادرات تنظیم شي. دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر هم ویلي، بېلابېل هېوادونه له افغانستان د غوښې اخېستلو ته لېواله دي، چې په خبره یې، د پسونو د روزنې کچه لوړه او صادراتو مناسب شرایط برابر شي، تر څو مالدران ښه عواید ترلاسه کړي.