د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان په ګډون په يو شمير هېوادونو کې د شري ناروغۍ د پېښو ډېرېدو خبره کړې ده. د بې پولې ډاکترانو ټولنې هم ويلي، چې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه يو ماشوم په شري د اخته کېدو له کبله مړ کيږي. د بې پولې ډاکترانو ټولنې په افغانستان کې د دې سازمان له ملاتړه برخمنو دريو روغتونو کې په شري د اخته مراجعه کوونکو د شمژر د ډېرېدو راپور ورکړی. د بې پولې ډاکترانو د شمېرو پر بنسټ چې د مراز شريف او هرات له حوزوي او د هلمند د بست د ولایتي روغتونو څخه یې راټولې کړي دي، په تېر میلادي کال کې هره ورځ يوه ماشوم د شري له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.