د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير ريابکوف سېرګې الېکسېويچ او د ايران د بهرنيو چارو له مرستيال وزير کاظم غريب ابادي سره وکتل چې نوموړو خواوو د ايران د اټومي مسئلې په اړه د چين، روسيې او ايران ترمنځ د بېجينګ په غونډې کې ګډون کړی.
وانګ يي د نوي وضعيت پر وړاندې د ايران د اټومي مسئلې د مناسب حل لپاره د چين پنځه فقره ييز وړانديز وکړ.
– د ايران د اټومي مسئلې په اړه بايد د سياسي او ډيپلوماتيکو چارو له لارې په سوله ييز ډول کړکېچ حل شي او د زور او ناقانوني بنديزونو کارول دې رد شي.
– حقوق او مسئوليتونه بايد برابر شي او د اټومي وسلو د ناخپرېدو او له اټومي انرژۍ څخه د سوله ييزې استفادې لپاره دې جامع پلان تطبيق شي.
– نوی توافق بايد د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د چوکاټ په اساس تر لاسه شي.
– د مسئلې د حلولو لپاره بايد د خبرو اترو له لارې همکارۍ وهڅول شي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د جبري لاسوهنې څخه د خوندي وساتل شي.
– د مسئلې ښکېلې خواوې بايد د ګام په ګام او برابرۍ پر اصولو ټينګار وکړي او د سلامشورو له لارې توافق ته د رسېدلو لپاره هڅې وکړي.
– ريابکوف او غريب ابادي د بېجينګ غونډې د کوربتوب په پار د چيني لوري مننه وکړه، د چين د رغنده رول ستاينه يې وکړه او و يې ويل، چې روسيه او ايران غواړي له چين سره خبرې اترې او همکارۍ وساتي او د برېکس او شانګهای همکارۍ سازمان په شمول څواړخيزو نړيوالو ميکانيزمونو کې له چين سره همغږي پياوړې کړي.