د لبنان پخواني لومړي وزیر حسن دیاب په دې وروستیو کې د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې.
دیاب ویلي، چې د چین پرمختګ او په تېرو څو لسیزو کې یې لاسته راوړنې ډېر الهام ورکوونکې دي. هغه په دې اند دی، چې پرانيستی چین په نړیواله صحنه کې په زیاتېدونکي ډول مهم رول لوبوي او واقعیت هم ښودلې، چې چیني شکله عصري کېدل نه یوازې چينايانو ته ګټې رسولې، بلکې د نړۍ لپاره نوي فرصتونه هم رامنځته کوي.
د يادونې وړ ده، هغه د نړیوال پرمختګ ، نړیوال امنیت او نړیوال تمدن په اړه د شي جين پينګ د وړانديزونو ستاینه کړې او ويلي يې دي، چې یاد وړانديزونه د ټولو کوچنيو او لويو هېوادونو لپاره ګټور دي او هر هېواد ته دا فرصت ورکوي، چې په فعاله توګه په نړیوالو چارو کې برخه واخلي او مثبت رول ولوبوي.