د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ځمکې د خړوبېدو په موخه د اوبو رسولو د اتو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د یاد ولایت په کامې او بهسودو ولسوالیو کې د (یو. ان. ډي. پي) موسسې په مالي لګښت ځمکو ته د اوبو رسولو د اتو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې د اوبو هره شبکه د ۳۵ زره لېټرو اوبو د ساتلو ظرفیت لري، چې د لمریزو تختو په مرسته به د کانال څخه اوبه شبکو ته او له هغه ځایه به په منظم ډول ځمکو ته ووېشل شي، چې پرمټ به یې ۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.