د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه؛ بلکې د اوږدولو لپاره یې پلمې لټوي. د هغه په وینا، یوازې د نړۍوالو شریکانو یووالی او فشار کولی شي په روان وضعیت کې بدلون راولي. زېلېنسکي ټینګار کړی، چې اوکراین تر بل هر چا ډېر د سولې غوښتونکی دی او له همدې امله یې له شرطونو پرته ۳۰ ورځني لنډمهاله اوربند لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی. زېلېنسکي په سعودي عربستان کې د اوکراین او امریکا د استازو وروستۍ ناستې ته اشاره کړې او دا یې د عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره لومړی بریالی ګام بللی دی.