د خوست د ډاکټرانو او درملو ټولنې مسوولین وايي چې پرون د خوست لرې پرتې ځاځيميدان ولسوالي کې یې، د سلګونه ناروغانو وړیا درملنه کړې ده. د ياد وړيا روغتيايي کمپ جوړونکي وايي، ياد کمپ ته د خوست له مرکز څخه شاوخوا ۱۰۰ ښځينه او نارينه متخصص ډاکټرانو ګډون درلود چې د يادې ولسوالي سلګونه ناروغانو وړيا درملنه يې وکړه. د خوست د ډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټر عبدالحکيم ځدراڼ وايي، چې په يادو ناروغانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو. د نوموړي په وینا، د ډاکټرانو ټولنه پلان لري چې راتلونکي کې به د دغه ولايت په نورو لرې پرته ولسواليو کې هم دا ډول روغتيايي کمپونه جوړ کړي.