ایران له هغو افغان کډوالو څخه چې د سرشمېرنې اسناد لري، غوښتي چې د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو له مرکز څخه د خپلو اسنادو او استوګنې معلومولو لپاره تر بلې خبرتیا انتظار وکړي. د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې افغان کډوال دې د خپلو اسنادو د وضعیت معلومولو لپاره د بهرنیو اتباعو او د استوګنې او کارموندنې دفترونو ته له ورتګه ډډه وکړي. د راپور له مخې، د ایران د اتباعو چارو مرکز به د سرشمېرنې اسناد لرونکو کډوالو په تړاو پرېکړه په یوې خبرتیا کې خپره کړي. د یادونې ده چې افغانان په ایران کې د کډوالو لویه برخه جوړوي. په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.