ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته د سپينې ماڼۍ چوکۍ ته د رسېدو په لومړۍ ورځ لسګونه داسې فرمانونه لاسلیک کړل چې ډېری يې پر اقتصادي مسایلو پورې اړه درلوده.
په لومړي قدم کې يې د یو شمېر هېوادونو پر تولیداتو اضافې تعرفې اعلان کړې.
په دغه اضافي تعرفو کې د کاناډا، مکسیکو او چین تولیدات شامل و خو وروسته يې د ټولې اروپا او آن نړۍ د ټولو هېوادونو پر محصولاتو د تعرفو لوړولو خبره وکړه.
د ټرمپ د فرمان له مخې امریکا د کاناډا، مکسیکو او چین پر محصولاتو په ترتيب سره ۲۵، ۲۵ او ۱۰ سلنه تعرفې لوړې کړې.
پر چیني محصولاتو د تعرفو لوړېدل يې د فبرورۍ له لومړیو عملي کړي او د کاناډا او مکسیکو هغه يې بیا د مارچ په ۱۲مه عملي کړل.
ټرمپ دا ځل د تعرفو جګړې وسله يې پر خپلو متحدینو ته پر اوږه کېښوده او هغوی چې د امریکا له پیداښته بیا تر نن پورې يې په نړیوالو مسئلو کې تل د امریکا ننګه کړې، بالاخره د امریکا له ګوزاره خوندي پاتې نشول.
هو هغه اروپا چې هېڅکله يې د امریکا له ملاتړه مخ نه دی اړولی نن يې د اوسپنې، فولادو او المونیمو پر محصولاتو ۲۵ سلنه تعرفې لوړې شوې دا پرېکړه يې د مارچ له ۱۲مې نېټې عملي بڼه خپله کړه.
ټرمپ یوازې پر اقتصادي مسایلو بسنه ونه کړه، بلکې پښه يې له دې هاخوا هم اوږده کړه او په دغه هېواد کې د کاناډا د مدغمېدو، د پاناما کانال او ګرینلنډ ټاپو لاندې کولو، د غزې ټرانګې د اخیستلو او له خپل ټاټوبي څخه د فلسطینیانو د ایستلو، د افغانستان د بګرام هوايي ډګر د نیولو او د افغانستان پخواني نظام ته د امریکا له خوا د ورکړل شویو او یا هلته له امریکايي پوځيانو څخه پاتې شویو وسلو د بېرته غوښتلو په شان ځينې داسې څرګندونې يې هم کړې چې ورڅخه دا څرګندېږي چې هغه پر نړۍ د پاچاهۍ خوب ویني!!
دلته پردې بحث نه کوو چې ټرمپ خپل خیالونه عملي کولای شي او کنه، بلکې د تامل ځای د ټرمپ نیت دی چې هغه د دغه هېواد د نورو مشرانو برعکس په ښکاره د نړۍ د مهمو اقتصادي شیریانونو د لاندې کولو خیال په ذهن کې لري.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته بیا تر ټرمپ پورې چې څومره ولسمشران په امریکا کې تېر شوي تقریبا ټولو په پټه همدا د ټرمپ نیت تعقیب کړی، خو له ټرمپ سره يې توپير دا دی چې هغوی به عامه افکار د ډیموکراسۍ، مساواتو، ښځو او ماشومانو حقونو، لږکیو د حقونو او بشري حقونو په شان خوږو او ښو شعارونو په مطرحولو سره تېر ایستل، ځکه دوی هېڅکله په خپل هېواد کې دغه شعارونه نه دي عملي کړي او د دوی په خپل هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونې ډېرې زړه بوږنونکې مسئلې موجودې دي چې کله کله يې یوه نیمه پېښه په رسنیو کې را ښکاره شوې هم ده او ډېرې نورې پټې پاتې دي.
د امریکا د تعرفو جګړه به څه پایلې ولري؟
دا به وخت ثابته کړي چې امریکا به د تعرفو په جګړه کې ګټه وکړي او که زیان خو یو شی چې فعلا روښانه دي دا دي چې په امریکا کې د توکو بیې لوړې شوې، د کار بازار خراب شوی او د بې کارۍ کچه لوړه شوې او دغه راز مشتریان د بیو د لوړېدو له امله زیانمن شوي دي.
ثابته او طبیعي خبره ده چې ټرمپ که له نړۍ سره د تعرفو جګړه پيلوي نو متقابل غبرګونونه او ځوابونه به هم ګوري.
چین چې د نفوس، بازار او اقتصاد له پلوه د نړۍ ډېر لوی هېواد دی، کله چې امریکا د دوی پر محصولاتو لس سلنه تعرفه لوړه کړه، نو بېجینګ په ځوابي اقدام کې د امریکا پر خانو نفتو، اوبلن طبیعي ګاز، زراعتي ماشینرۍ او نورو محصولاتو له ۱۰ تر ۱۵ سلنې تعرفې لوړې کړې.
دا حتمي ده چې د یادو سترو اقتصادي قدرتونو د تعرفو جګړه به د نړۍ اقتصاد او نړیوال تجارت سخت اغېزمن کړي.
همدارنګه په اروپا هم په ګډه د دوی پر محصولاتو د امریکا له خوا د تعرفو زیاتولو په غبرګون کې ویلي چې متقابل اقدام به کوي.
کاناډا او مکسیکو هم پر خپلو محصولاتو د امریکا د تعرفو په ځواب کې د متقابلو اقداماتو خبره کړې.
نو دې ټولو ته په پام سره داسې اټکل کېدای شي چې امریکا به نه یوازې د تعرفو په جګړه کې ګټه ونه کړي، بلکې د اروپا په شان به خپل نږدې دوستان هم له لاسه ورکړي.