د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د «ګرین ټري» شرکت روسي او ایراني شریکانو د دې وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د غور ولایت د سربو پر کان د پانګونې سربېره هېواد کې د یوه مجهز لابراتوا په جوړولو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. د یاد وزارت په وینا؛ سرپرست وزیر یادو پانګوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.