د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر د ازبکستان د برېښنا له تخنیکي ټیم سره کتلي. د افغانستان برېښنا شرکت وایي، دې کتنه کې افغانستان ته د ازبکستان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي او د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید د يوې فابریکې په جوړولو خبرې شوې. دغه وزارت زیاتوي، دې کتنه کې د ازبکستان تخنیکي ټیم افغانستان کې د انرژۍ زیربناوو د جوړولو او پراختیا برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټينګار کړی دی.