د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې یو شمېر ازبکستاني پانګهوالو د دې وزارت له مرستیال احمدالله زاهد سره په کتنه کې د افغانستان پر کانونو او ودانیزو چارو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. ورته مهال زاهد د ازبکستاني پانګهوالو د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لپاره هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.