د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د قزاقستان له يو شمېر ډیپلوماتانو او پانګه والو سره کتلي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د یاد هېواد پانګه والو د افغانستان د کانونو په ځانګړې توګه د تېلو، ګاز، سرب او جستو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده. هغوی یادونه کړې چې د روان میلادي کال په اپرېل مياشت کې به له قزاقستان څخه یو تخنیکي ټیم افغانستان ته سفر وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه د يادو ډيپلوماتانو د لېوالتیا هرکلی کړی او د کان کیندنې له قانون سره سم یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.