د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې نن د سیشنبې په ورځ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي. سرچینې ویلي چې په دغو خبرو اترو کې به د روسیې لپاره د اوکراین د ځمکنیو امتیازاتو او د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د کنټرول په څېر مسایل مطرح شي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: (هغه څه چې په اوکراین کې روان دي ښه نه دي، خو موږ به د سولې د یوې موافقې او اوربند لپاره هڅې وکړو او زه فکر کوم چې موږ به دا کار وکړو.) ټرمپ وویل چې د کرسک په سیمه کې اوکرایني سرتیري په سخت حالت کې دي او د روسیې ځواکونو محاصره کړي دي.