د اتصالات مخابراتي شرکت لخوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري، حشمتالله شهیدي او ګلبدین نایب، د ۲۰۲۵ کال لپاره د دې شرکت سوداګریز استازي وټاکل شول. د دې همکارۍ رسمي مراسم په کابل کې د اتصالات مخابراتي شرکت په مرکزي دفتر کې د دغه شرکت د مشرانو او دواړو لوبغاړو په حضور کې ترسره شول.
د اتصالات مخابراتي شرکت مسوولینو وویل، چې اتصالات له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان کرکټ بورډ رسمي ملاتړ کړی او د افغانستان ملي لوبډلې د نړیوال کرکټ په صحنه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې دا پرمختګ د افغانانو لپاره د ویاړ سبب ګرځېدلی دی. دوی زیاته کړه: “موږ ویاړو چې د داسې بااستعداده لوبغاړو سره همکاري لرو، او د شهیدي او نایب انتخاب زموږ د دوامدارې ژمنتیا څرګندونه کوي.
حشمتالله شهیدي د دې همکارۍ له امله خپل خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: “ویاړم چې د اتصالات کورنۍ برخه یم. زموږ ګډ هدف د افغانستان خلکو ته خدمت کول او د هغوی په ژوند کې مثبت بدلون راوستل دي.” ګلبدین نایب هم د اتصالات د ژمنتیا ستاینه وکړه او ویې ویل: “اتصالات د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوي، او دا هغه څه وو، چې زه یې دې همکارۍ ته وهڅولم.”
اتصالات باور لري چې ورزش کولی شي خلک متحد کړي او نږدې یې کړي. دغه مخابراتي شرکت هیله لري چې د شهیدي او نایب سره د همکارۍ له لارې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي او افغانانو ته غوره خدمات وړاندې کړي.