کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ۴۷ زره ۷۱۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د خلکو د ملاتړ لپاره د بشردوستانه مرستو او ټولنیزې او پراختیایي نوې لار موسسو سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. یاد وزارت وایي؛ د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ به دغه موسسې یادې پیسې په کندوز، بدخشان او باميان ولايتونو کې د ژمنيو جامو وېش، خوراکي توکو او حرفوي زدکړو په برخو کې ولګوي، چې ٣٦٠ بېځايه شوې او راستنې شوې کورنۍ او د کوربه ټولنې غړي به ترې ګټه پورته کړي.