د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسیم سرهنګ ویلي چې د اوبو رسولو یاده شبکه د پشترود ولسوالۍ په مساو کلي کې د یونېسف موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي. د نوموړي په وینا، چې یاده شبکه د ۴۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي او ورسره به د سیمې ۲۸۰ کورنیو او د مساو کلي د یوې دیني مدرسې او ښوونځي ۸۰۰ زده کوونکي، روغتیایي مرکز او جامع جومات ته د څښاک اوبه برابرې شي.