د سرپرست حکومت ویاند د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه ویلي، چې دغه استازولۍ باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان د امنیتي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو سم انعکاس، او د افغانانو د نړیوالو حقونو ترلاسه کولو ته پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې یوناما باید د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د پیسو د کنګلتیا پایته رسولو، او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغانانو ته په سپارلو تمرکز وکړي. نوموړي دغه راز ویلي، چې یوناما باید له بې ځایه تشویشونو ډډه وکړي او د افغانستان په وړاندې پروپاګند او د مغرضو کړیو د لاس اله نه شي.