د بغلان سیمه ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت حقوقي سلاکار، حبیب الرحمن رحیمي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د سالنګ لویې لارې له رغېدو او د واخان دهلېز له لارې له چین سره د افغانستان له نښلېدو وروسته، د پاکستان او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد ډېرېږي، نو له همدې امله دا ترمینل له مخکې جوړېږي. هغه وویل چې دغه ترمینل د پلخمري ښار په یوه څنډه کې، پر ۴۶ جریبه ځمکه جوړېږي چې د موټرو د تمځای ترڅنګ به موټرچلوونکو ته د وړیا استوګنې ځانګړې خونې هم ولري او په جوړېدو سره به یې د موټرچلوونکو ستونزې هوارې شي او د افغانستان له لارې به سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.