د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لېویټ، له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې اسراييلو د غزې پر ضد د مرګونو بریدونو تر ترسره کولو مخکې د ټرمپ له حکومت سره همغږي کړې وه. نوموړې ویلي، “د ټرمپ اداره او سپینه ماڼۍ د اسراييلو د نن سهار له بریدونو خبر وو.” د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي، چې په دغو بریدونو کې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.