د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ شل اوریزو لوبو د لړۍ په دویمه کې هم نیوزیلنډ پاکستان ته ماتې ورکړه. په دې لوبه کې پاکستان د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۶منډو هدف ورکړی و، په ځواب کې یې نیوزیلنډۍ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف ترلاسه کړ او لوبه یې د ۵ ویکټو په توپیر وګټله. په دې لوبلړۍ کې چې د نیوزیلنډ په کوربتوب ترسره کیږي؛ کوربه لوبډله ۲-۰ له پاکستانۍ لوبډلې مخکښه ده.