د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مارچ په ۱۷مه نېټه خبريالانو ته معلومات ورکړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال د چین ډیجیټلي صنايعو چارې عمومآ ثابتې روانې دي او ۳۵ ټریلیونه یوانه عایدات يې ترلاسه کړي.
سرچینه وايي چې دغه عایدات د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۵ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښیي. خبر زیاتوي چې د چین د ډیجیټلي صنایعو مجموعي عایدات ۲ ټريليونو او ۷۰۰ میليارډو يوانو ته رسېدلي او د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۳ اعشاريه ۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
په دې جمله کې د الکترونيکي معلوماتو تولیدي چارې په بشپړ ډول مخ په ښه روان دي، چې پکې د کمپیوټر، مخابراتو او د نورو برېښنایي وسایلو تولیدي چارو ارزښت ۱۱ اعشاریه ۸ سلنه زياتوالی ښيي، چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۸ اعشاريه ۴ سلنه زيات شوی. د بریښنایي وسايلو مصرفي بازار په بشپړ ډول ښه والی موندلی دی او په دې سره د دې هېواد د موبایلونو تولیدي اندازې ۷ اعشاریه ۸ سلنه، مایکرو کمپیوټر ۲ اعشاريه ۷ سلنه او رنګه تېلویزیون ۴ اعشاريه ۶ سلنه زیاتوالی رامنځته کړی دی.
د مصنوعي ځیرکتيا، کلاوډ پلیټ فارم او نورو نويو چارو په پرمختګ سره، د سافټویر چارو ۱۳ ټریلیونه او ۷۰۰ ميليارډه یوانه عايدات تر لاسه کړي، چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي. د مخابراتو چارو یو ټريليون او ۷۴۰ ميليارډه يوانه عایدات تر لاسه کړي، چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۳ اعشاريه ۲ سلنه زیاتوالی ښیي.