د خبر له مخې د چین پوځ د مارچ په ۱۷مه نېټه د تایوان د سمندرګي په شاوخوا کې نظامي تمرینونه ترسره کړي. نړیوال شنوونکي په دې باور دي د چین ياد نظامي عملیات د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ويبسایټ کې د تايوان په اړه د پاليسۍ تغیير او د تایوان د بېلتون غوښتونکو ناسمو کړنو ته ځواب دی.
د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د مارچ په ۱۷مه نېټه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د چین نظامي عملیات د هېواد د حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره ضروري، قانوني او مشروع اقدام دی. د هغې په خبره، ياد نظامي عمليات د تايوان لهبېلتون غوښتونکو څخه د بهرنيو ځواکونو ملاتړ ته کلک ځواب او د تایوان د بېلتون غوښتونکو ناسمو کړنو ته جدي خبرداری دی.