اروپايي ټولنې پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې له افغانستان سره پر مرستو بار لومړنۍ الوتکه کابل هوايي ډګر ته رسېدلې ده. په بیان کې ویل شوي، چې په دې الوتنه کې څه باندې ۱۰۰ ټنه روغتیايي او حیاتي توکي بار وو. نوموړي بنسټ زیاته کړې چې دا مرستې یې له افغان اړمنو سره د مرستو یوه برخه ده. اروپايي ټولنې ویلي چې دا مرسته د دغه بنسټ د بشري مرستو او ملکي خوندیتوب څانګې په مالي ملاتړ او د بشري شریکانو په همکارۍ افغانستان ته لېږل شوې ده. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي و چې جاپان له افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۲.۵ میلیون ډالره مرسته کړې ده.