د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم افغان سوداګر میرویس عزیزي ته د عزیزي شرکت د خیریه فعالیتونو د ستایلو په خاطر د “انسان دوستۍ مډال” ورکړی دی. عزيزي ته دغه مډال په دوبۍ کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ورکړل شوی دی. میرویس عزیزي چې افغانستان کې د ستر خصوصي بانک خاوند هم دی، یو له مشهورو افغان پانګوالو څخه دی چې، نه یوازې په افغانستان بلکې په متحده عربي اماراتو کې یې هم میلیونونه ډالره پانګونه کړې ده.