د اسراییلي ځواکونو د وروستیو وحشیانه بریدونو په ترڅ کې، د غزې مظلوم ولس یو ځل بیا د وینو په سیلاب کې ډوب شو. په زرګونه فلسطینیان، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، د دغو وحشي بمباریو قرباني شوي، خو نړیواله ټولنه بیا هم له یوې خوا دا ظلم ننداره کوي او له بلې خوا د اسراییلو وحشیانه جنایات د ځان دفاع بولي. د غزې اوسېدونکي د نړۍ تر ټولو مظلوم ولس دی، چې نه ازاد هېواد لري، نه پوره بشري حقونه، او نه د ژوند لپاره اساسي امکانات. دا خلک د یوه غاصب رژیم تر ظالمانه محاصرې لاندې دي، چې نه یوازې یې د ژوند ټولې لارې بندې کړي، بلکې هره ورځ یې د وحشت او جنایت سره مخ کوي. اوس چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده، پر دغه ولس وحشیانه بریدونه کول د بشري وجدان لپاره د شرم وړ عمل دی. د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، د لوېدیځو هېوادونو حکومتونه، او نړیواله ټولنه تل د انساني حقوقو او دیموکراسۍ شعارونه ورکوي، خو کله چې د فلسطینیانو د نسلوژنې خبره راځي، بیا د دوی ټول اصول، قوانین، او بشردوستي هېرېږي. دا ډول دوهګونی چلند نه یوازې د انساني ارزښتونو سپکاوی دی، بلکې د نړیوال عدالت لپاره هم لوی ګواښ بلل کېږي. هغه هېوادونه چې د کوچنیو پېښو پر مهال د بشري حقونو مدافعین ګرځي، ولې نن د غزې د مظلومانو چیغې نه اوري؟ ولې د هغو ماشومانو وژنه نه غندي، چې د اسراییلو په وحشي بمباریو کې شهیدان شول؟ دا چوپتیا د اسراییلو پر جنایتونو د مهر تصدیق دی او نړۍ ته دا پیغام ورکوي، چې هر څوک چې له زوره خلاص وي، د نسلوژنې قرباني کېدای شي. که نړیوال قدرتونه د بشري ارزښتونو پر وړاندې سترګې پټوي، نو اسلامي هېوادونه ولې چوپ دي؟ د اسلامي امت وحدت چیرې دی؟ هغه سازمانونه چې د امت د دفاع شعارونه ورکوي، ولې یوازې تشې اعلامیې خپروي؟ دا د اسلامي هېوادونو لپاره یوه تاریخي ازموینه ده، چې آیا دوی به د مظلوم فلسطیني ولس تر څنګ درېږي، او که به د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره چوپ پاتې کېږي؟ اسلامي نړۍ باید ژر تر ژره یو متحد دریځ غوره کړي، د اسراییلو جنایتونه وغندي، او د فلسطین له ولس سره د سیاسي، بشري، او اقتصادي مرستو عملي اقدامات وکړي. یوازې د اعلامیو خپرول کفایت نه کوي، بلکې د صهیونیستي رژیم پر ضد باید داسې عملي ګامونه واخیستل شي، چې هغوی ته د خپلو جنایتونو حساب ورکړي. د اسراییلو وحشیانه بمبارۍ، د ماشومانو او ښځو وژنه، او د فلسطین د بېدفاع ولس ځورونه یو نه بښونکی جنایت دی، چې بشریت به یې هېڅکله هېر نه کړي. دا بریدونه د فلسطیني ولس د زړورتیا، مقاومت، او قربانۍ تازه یادونه ده، چې دوی به تر خپل وروستۍ ساه پورې د خپلې آزادۍ لپاره مبارزه کوي. نړۍ باید پوه شي، چې د ظلم دا لړۍ د تل لپاره دوام نه کوي. د تاریخ اوږدو کې هر غاصب او ظالم رژیم بالاخره له ماتې سره مخ شوی، او اسراییلي اشغالګر رژیم به هم استثنا نه وي. د عدالت لمر به یو ورځ د فلسطین پر مظلوم ولس هم وځلېږي، او دا خاورې به له اشغاله خلاصې شي. د غزې د مظلومانو وینې باید نړیواله ټولنه راویښه کړي. د لوېدیځو قدرتونو منافقت، د بشري حقونو سازمانونو چوپتیا، او د اسلامي هېوادونو کمزوری دریځ د دې سبب شوی، چې اسراییل خپل جنایتونه نور هم زیات کړي. اوس وخت رارسېدلی، چې نړۍ د اسراییلي جنایتونو پر وړاندې جدي دریځ غوره کړي، دا بریدونه وغندي، او د فلسطین د مظلوم ولس ملاتړ وکړي. اسلامي هېوادونه باید نور د اعلامیو له خپرولو تېر شي، او عملي اقدامات وکړي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه باید د اسراییلو د جنایتونو دوسیې نړیوالو محاکمو ته یوسي. فلسطین د بشریت لپاره یوه ازموینه ده، او که نړۍ نن هم چوپه پاتې شي، نو دا به د تاریخ یو تور داغ وي، چې راتلونکی نسل به یې هېڅکله هېر نه کړي!