د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ملا عبداللطیف منصور په دې کتنه کې د ټاپ پروژې د عملي چارو پر پیل ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دې پروژې نقشه وروستۍ شوې او ژر به یې له ترکمنستان سره شریکه کړي. په همدې حال کې، د ترکمنستان سفیر د ټاپ پروژې د چارو پرمختګ لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی. د دې کتنې په پای کې، د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د انلاین ناستو پر جوړولو هم ټینګار شوی دی.