د پروان ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت غوربند درې روی آب سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه د غوربند درې روی آب سیمه کې د یوه کرولا او کمپک موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له کبله یې یو تن مړ او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره، د پېښې ټپیان د پروان ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.