هغه افغانان چې هند ته د درملنې او نورو ستونزو د حل لپاره تللي دي اوس د هندي حکومت د نوي بندیز له امله هلته بند پاتې دي. هلته بند پاتې افغانانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه له یوې خوا هلته د اوسېدو توان نه لري او له بلې خوا له دوی سره ناروغان دي چې په وخت باید خپل هېواد ته ورسېږي. دوی له افغان حکومت غواړي چې په دې اړه له ديپلوماتیکو لارو له هند سره ستونزه حل کړي. هند په وروستیو ورځو کې له افغانستان سره ټول پروازونه د مارچ میاشتې تر پایه ځنډولي دي. دوی ددې کار موخه د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوی بولي.