د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا هېڅ راز مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل مشکوکې پېښې ثبت شوې دي چې معاینات یې په جریان کې دي او پایلې به یې وروسته روښانه شي خو په تېر ۲۴ ساعتونو کې هېڅ راز مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. دده په خبره چین او ځینو نورو هېوادونو د کرونا په مخنیوي کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده. هغه وویل چې په ټولو بندرونو کې به اړین تجهیزات ځای پر ځای کېږي او اجازه نه ورکوي چې خلک له معایناتو او کتنې پرته هېواد ته د ننه شي. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اړوندې کمېټې د پرېکړې په اساس به په کابل ښار کې د هوټلونو، حمامونو، سوناګانو او نورو ورته ځایونو د فعالیت مخه ونیسي.