د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه نن د کابل پر وخت مازدیګر څلور بجې په تایلنډ کې کېږي. د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د اماراتو پر وړاندې ۷-۱ ماتې منلې وه. د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د اماراتو، ایران، او اندونیزیا له لوبډلو سره سیالي کوي. د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د راتلونکې سېشنبې په ورځ د اندونیزیا له لوبډلې سره ترسره کړي.