د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قطر هېواد له شارژدافیر سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، په کندهار کې د قطر له لوري د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز روغتون او د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو اړوند خبرې شوې دي. مولوي نور جلال جلالي د قطر هېواد له دوامدره همکاریو څخه د مننې ترڅنګ په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او غوره خدمتونو په موخه د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول او پر تجهیزاتو د روغتونونو سمبالول مهم یاد کړي او په دې برخه کې یې د قطر همکاري اړینه بللې ده. د قطر شارژدافیر هم په روغتیایي برخه کې د خپلو همکاریو د داوم ډاډ ورکړی دی.