د کاپیسا ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د کلیو، بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده او د کاپيسا والي احسان الله بریال او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې د یاد ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۹ میلیونه ۶۸۰ زره ۲۰۲ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې شوې دي چې پر مټ ۸۹۴ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.