د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې رئيس جاو له جي د مارچ په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د روسیې د دوما له مرستيال رئيس اليکسانډر باباکوف سره وکتل.
جاو له جي ویلي، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوټين تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو تر منځ د نوي عصري د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو دوستانه اړيکې د دايمي ښه ګاونډيتوب او د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو په شکل د لويو هېوادونو د نوي ډول اړيکې په لوري روانې دې.
نوموړي زياته کړه، چین غواړي چې له روسیې سره پر متقابل ملاتړ ټينګار وکړي، متقابل سیاسي باور پياوړی کړي، عملي همکارۍ پراخې کړي، ریښتینې څو اړخیزه پالنه پلې کړي او د نړیوال نظم پرمختګ عادلانه او معقول پرمختګ وهڅوي. د چین ملي ولسي کانګرس هيله لري چې د روسیې فدراسیون له اسمبلۍ سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ترلاسه شوې مهمې موافقې پلې کړي، خپلمنځي اړیکې او تبادلې پیاوړې کړي، د قانون جوړونې او څارنې په برخه کې تجربې شریکې کړي او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره قانوني تضمینونه برابر کړي.