د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر د مارچ په ۲۶مه نېټه نوبتي خبري ناسته تر سره کړه.
د نوموړي دفتر وياند چن بين هوه په دغه ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې د لای چينګ ده اداره له چين څخه د تايوان سيمې د بېلتون پر دريځ ټينګار لري او د مختلفو چارو په پلمه يې په تايوان سيمه کې د « زرغونې ترهګرۍ» فضا جوړه کړې او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ او تبادلې د مخنيوي لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.
ده زیاته کړې، حيقيت دا ښيي، چې د لای چينګ ده اداره د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ او تبادلې دمخه تر ټولو لوی خنډ او د تايوان تنګي سولې او ثبات ته د سخت خطر عمده سرچينه ده.