د چين د انټرنيټي امنيت صنعتي ټولنې په دې وروستيو کې د يوه راپور په خپرولو سره هغه وضعيت په ډاګه ګړی، چې امريکا د معلوماتي ټېکنالوژۍ او صنعتي او اکمالاتي ځنځير له انحصار او وړتيا څخه د ناوړه استفادې له لارې پر نورو هېوادونو انټرنيټي بريدونه او د پټې اورېدنې او د محرمو معلوماتو د غلا کولو په شمول انټرنيټي فعاليتونه کړي او کوي يې.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د مارچ په ۲۵مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د ياد خبر په اړه وويل، چې چين د امريکا د ناوړو انټرنيټي کړنو ته جدي پاملرنه کوي او له امريکا څخه غواړي چې سندلاسه دغه ناوړه کړنه بندې کړي.
د کوه جيا کون په خبره، امريکا له تېرو زياتو کلونو راهيسې د اکمالاتي ځنځير د امنيت په برخه کې دوه ګونې معيارونه غوره کوي، پر چين يې د بې ځايه تورونو د لګولو لپاره هڅې کړي او په عين وخت کې يې له خپلو لويو انټرنيټي شرکتونو او اکمالوونکو تصديو سره د همغږۍ له لارې د نورو هېوادونو پر انټرنيټي او ځيرکو ماشينونو او توکو بريدونه کړي.
نوموړي وويل، چې دغه راپور د امريکا د رښتينې بڼې په پېژندلو کې له نړيوالې ټولنې سره مرسته کوي.